په کندهار کې د جنرال رازق پر کور ډله ییز برید شوې

comments 0

42 Views

هندوکش – کندهار: کندهار نه په رسیدلي ریپورت کې راغلي چې د کندهار ولايت دځواکمن امنيې قومندان په کور ډله ايز بريد وشو.
ویل کیږي بريد دکندهار د سپين بولدک په ولسوالۍ کې د جنرال عبدالرزاق په کور شوی دی.
لومړنیو پلټنو پر بنسټ يو تن ځانمرګي د موټر سايکل پر مټ د کور په ساتونکو بريد وکړ او وروسته نورور بريد کوونکو بيا ډزې کړي او نښته شوې ده.
یادی نښتې که د معلوماتو له مخې ۳ تنه پوليس وژل شوي دي.
د ويلو ده چې پخپله جنرال رزاق د بريد پر مهال په کور کې نه وو.
د کندهار د امنيې قومندانۍ خبري رسنيو ته ويلي دي چې بريد د۳ تنو بريد کوونکو لخوا شوی دی.
امنيې قومندانۍ په بريد کې د ۲ تنو پوليسو د وژل کيدو نه خبر ورکړی دی خو سيمه ايزو سرچينو بيا د ۳ تنو پوليسو د وژل کيدو نه خبر ورکړی دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments