په کندهار کې ددولت مخالفې ډلې 15 غړي وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار د پولیسو ویاند رسنیو سره په خبرو کې وویل چې وسله والو طالبانو د معروف ولسوالۍ د سرې قرارګاه په نوم پر یوه نظامي پوستې برید کړی.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیاءالرحمن درانی زیاته کړه، په برید کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.
دنوموړي په وینا، په یاد برید کې پنځه تنه پولیس هم وژل شوي او نهه تنه نور ژوبل دي.
د دولت وسلوالو مخالفینو لا تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments