په کندهار کې افغان ځواکونو ۱۱ طالبان ووژل

comments 0

هندوکش ـ کندهار: له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو په دوام سره نن کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې طالبانو باندې یو لړ عملیات ترسره کړل.
خبر پاڼه کې راغلي،چې په پایله کې ۱۱ طالبان ووژل شول، همدا راز د دوې یوه اندازه وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو بیا په دې اړه رسنیو ته څه نه دې ويلي.
عبدالله اڅکزی

Comments