په کندهار کي دریو پروژو د بنسټ ‌‌‌‌‌‌ډبرې کیښودل شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د دې ولایت په ډنډ ولسوالۍ کي د ۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۳ پروژو د بنسټ ډبري کېښودل شوې.
سید حفيظ الله سيدي د کندهار کرنې رئيس هندوکش نیوز ته وویل: « د کرني او مالداري وزارت پام کې لری چې د کندهار په ډنډ، ژړۍ، ارغنداب، دامان، پنجوايي او بولدک ولسواليو کي ۷۵ ودانۍ جوړ شي».
هغه زياته کړه چي:« د دې پروژو لړۍ يې له ډنډ څخه پيل کړه چي نن يې د اوبو د يو کانال، ۳۷ ممیزخونو او يو شمېر حوضونو د بنسټ ډبره کېښوده.»
د ښاغلی سيدي په خبره چي پر دغو پروژو به شاوخوا ۵۰ ميليونه افغانۍ لګښت راشي چي د يو کال په ترڅ کي به بشپړیږی.
هغه زياته کړه چي په دې پروژو کي له ۲۰ څخه تر ۴۰ سلنه مالي ونډه د بزګرو او پاته وزارت پر غاړه لری.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply