په کندهار ولایت کې ۳ تنه وسلوال طالبان وژل شوی دي

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تیره ورځ د کندهار ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ اړونده سیمه کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د طالبانو برید له ماتې سره مخامخ شو او په پایله کې ۳ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو په نښته کې د ۳ تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره ګن شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
عبدالله اڅکزی

Comments