په کندهار ولایت کې ماین چاودنې ۲تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

هندوکش _ کندهار: دکندهارولایت امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې نن سهار د دکندهار ولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۲ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې. چارواکي زیاتوي، چې په یاده پيښه کې ۱ تن ملکي وګړی وژل شوی او یو تن ټپی شوی دی. دوي وايي، چې یاده پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوه موټرسایکلونه دیادې ولسوالۍ په غځیدلی سړ ک روان وو، چې دځاي پرځاي ماین پرې چاودنه وکړه. په عین حال کې دژیرۍ ولسوالۍ اوسیدونکو یاد عمل غندلی او له وسلوالو ډلو په ځانګړي ډول په طالبانو یې غږ کړی،چې له جګړې لاس واخلې اوسوله وکړئ.
عبدالله اچکزی

Comments