په کندهار ولایت کې د طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان ملا عزت الله ووژل شو

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ولایت ځايي امنیتي چارواکي وايي، چې طالبانو تیره شپه د کندهار ولایت ژېړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو د برید پلان درلود، چې د افغان ځواکونو پر وخت اقدام د طالبانو برید په شا وتمبول شو او په پایله کې د طالبانو یو لوړ پوړی طالب قوماندان ملا عزت الله ووژل شو.
د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، چې وژل شوي طالب قوماندان د یادې ولسوالۍ په نا امنۍ او ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
په ورته مهال کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د افغان ځواکونو د عملیاتو ملاتړ کړی او له طالبانو یې غوښتي دي، چې جګړه بس کړئ اوسوله وکړئ.
عبدالله اڅکزی

Comments