په کندز کې وژل شوی مهم طالب قومندان قاري بریال څوک و؟

comments 0

هندوکش ـ کندز: څو ورځي مخکي د طالبانو د تش په نوم د کابل والي د مظالمو څخه ځینو رسنیو پرده پورته کړه،د طالبانو د کابل والي قاري بریال د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

قاري بریال مخکي د کاپیسا په شمول په کندوز، کابل او یو شمېر نورو مرکزي ولایتونو کي په عامه وژنو کي لوی لاس درلود. قاري بریال د پاکستان د استخباراتو اجنټ دی، ځکه هغه چي د طالبانو لخوا کوم آوامر او اصدار ترلاسه کول، نو لومړی به يې د پاکستان پېشتازه استخباراتي اجنټ سراج الدین حقاني له جاسوسانو سره شریکول.

د ملا عبدالبصیر اخند په نوم د طالبانو د مهال یو پخوانی طالب قوماندان وايي، قاري بریال د حقاني شبکې په څېر زیاتره وخت د پاکستان د مادي منافعو او سیاسي تخیلاتو او مفاداتو لپاره د ملا هیبت الله له مشورې پرته داسي اعمال ترسره کوي، چي د ملا هیبت الله د ډلي پیروان يې په کولو خو څه، چي په لیدلو او اورېدلو هم د تعجب او په ضمن کي خجالت څخه سر ټیټي او د ملت څخه بښني ته اړباسي. د ملا عبدالبصیر په وینا، د هغوی رهبري او آوامر د ملا هیبت الله تر حلقې او هستې دباندي سیاسي کتله او متعصبه تجمع لري، چي د ملا هیبت الله سره هر وخت په روان سیاسي کشمکش کي سر جنګولای سي.

د سیاسي چارو ځیني مبصرین دا هم وايي، چي د پاکستان پر استخباراتو سربېره، پر قاري بریال د ایران، روسيې او د منځنۍ اسیا د ځینو نورو هیوادونو د استخباراتي دستګاوو او چینلونو د اجیر شک هم کېده، ځکه د کندوز په شمول هغه په خپل ولایت کاپیسا او باالخصوص خپله ولسوالي تګاب، کابل، جلال آباد او ځینو نورو سیمو کي داسي ډله يیزي وژني، عامه قتل وقتال او چاودني په ډېرو ګڼ مېشتو سیمو کي وکړې، چي په غالب ګمان پر هغه د نورو د خادم شک کېده، ځکه چي هغه عام المنفعه ځایونه هم د منځه وړل.

د عیني شاهدانو په وینا، قاري بریال نور سیاسي شعور او سیاسي زده کړي نه درلودې، نو د پردیو لپاره يې ځان د خدمت په تر ټولو اسانه بازیچي بدلولای سوای، ځکه هغه افغانی احساس، افغانی غرور، افغانی فکر او افغانی شهامت په لومړۍ ورځ د پاکستان د افغان ضد استخباراتي کړیو سره معامله کړی و.

د کابل د بګرامۍ څخه د عبدالجبار په نوم د قاري بریال یو تن پخوانی ملګری، چي اوس د سولي د پروسې سره یو ځای سوی وویل، قاري بریال د سادیزم په مرض مبتلاء سوی.

هغه وویل، چي څو ځلي یې له هغه سره د پاکستان په یو روغتون کي د مریضۍ پر مهال لیدلي، په وینا يي، د قاري بریال څخه د پوښتونو ګروېږنو او مجلس پر مهال پوه سو، چي قاري بریال بیا بل ملا هیبت الله دی او د طالبانو پر سر دی هم تجارت کوي او دا تجارت د نورو څخه بېل دی او د بېلو اهدافو لپاره دی.

د هغه په وینا، د قاري بریال خبرو کاملاً شاک ته ورسولم، ځکه هغه څه چي قاري بریال غوښتل د ایران د (سپاه پاسداران) او د پاکستان د (آی ايس آی) لپاره ترسره کړي، زه خو په کولو څه چي تش په ویلو او اورېدلو یې هم شرمېږم.

په هر صورت، د قاري بریال اړیکي د ایران د سپاه پاسداران د ډلي د ځینو مغرضو باالقوه او بالفعل متضادو کړیو سره تر افشا کېدو وروسته، د پاکستان سیاسي او استخباراتي مفتیانو او د دایمي دولتي جواسیسو مدافعینو هغه د پاکستان څخه هم استفراق کړه.

دا وینا چي (پردی کټ تر نیمو شپو وي) قاري بریال ته ثابته سوه، خو دا د کاڼي کرښه د پند او عبرت باعث نه سول او قاري بریال نور هم د افغانانو پر مړینه د بریا په لټه کي د جنت خوبونه او حوري ګوري.

سرچينه: ټاټوبی نيوز

Comments