په کندز کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ کندز: په کندز کې د خالد عملیاتو په لړ کې لس طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د شلمې پامير فرقې له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ياد عملیات د ښار اړونده د تلوکې سیمه کې شوي دي.
د شلمې پامير فرقې د لومړۍ لوا د رسنیو آمر جګړن نظرمحمد غیاثي هندوکش ته وويل چې:
ددې عملیاتو په لړ کې د قصاب کلی، پرچم قشلاق سیمه، دارباب صفر کلی،د قومندان جمعه خان کلی او ځينې نورې سيمې له ترهګرو پاکې شوي دي. په دې عملیاتو کې د طالبانو مهم مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.

شاه رسول غزنوی

Comments

Leave a Reply