په کندز کې د یوه طالب سرګروپ په ګډون ۹ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ کندز: د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري وايي،چې تیره شپه وسلوالو طالبانوغوښتل د کندزولایت په عمومي سړک ماین ځاي پر ځاي کړي او بې ګناه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي، چې په پایله کې خپل ماین پرې چاودنه کړې او د طالبانو د یوه سرګروپ سیف الرحمن په ګډون ۹ تنه وسلوال طالبان په کې وژل شوي دي.
ځايی چارواکي وايي، چې یاده پیښه د کندز ولایت په عمومي سړک او دعلي اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
په ورته مهال کې د یاد ولایت اوسیدونکي په وسلوالو طالبانو غږ کوي چې له تاوتریخوالي لاس په سر شې او سولې ته غاړه کیږدئ.
دوي همدا راز د سولې مشورتې لویې جرګې له پریکړو څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې د افغان حکومت له دریځ څخه ملاتړ کوي.
نجیبه سروري

Comments