په کندز کې د وژل شویو طالب ترهګرو ليست او ويډيو رسنیزه شوه( مستند راپور)

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کندز: د کندز په دشت ارچي کې د روانې اونۍ په لړ کې د طالب ترهګرو پر يو روزنیز مرکز هوايي برید وشو چې د لسګونو طالب ترهګرو تر څنګ یو شمېر ماشومان هم چې دوی د انساني سپر په توګه پکې کارول ټپيان او شهيدان شول.

اوس اوس دفاع وزارت ددې بريد تر کيدو مخکې د پيښې د ځای انځورونه، د وژل شویو طالب ترهګرو ليست، د لسګونو مسلح کسانو شتون او تګ راتګ ويډيو چې د الوتکې پر مټ اخيستل شوې رسنيزه کړې ده.

په ويديو کې که لږ په دقت سره وګورئ په کرولا ډ‌وله موټر کې په شاتنۍ ښيښه کې د پاکستان بیرغ هم له ورايه ښکاري چې غوړل شوی دی او دا دقیق د هغو پاکستاني طالبانو موتر وو چې مړي يي له سيمې په پټه وړل شوي دي.

هغه لیست چې رسنیو ته ورکول شوی پکې لاندې طالب ترهګر چې ټول يي مسولین دي وژل شوي دي:

۱ـ مولوي بريال د کوټې او پيښور شورا غړی

۲ـ مولوي امين الله د طالبانو د برښنا رئيس« پر برښنايي تاسیساتو د برید کولو مسول»

۳ـ عمر د تاجکستان تبعه یو تن بهرنی ترهګر.

۴ـ سراج الدين ازبکستانی ترهګر

۵ـ مولوي عبدالرحمان د ديرش کسيزې ډلې مسول

۶ـ مولوي حمدالله مشهور په شیخ قومندان

۷ـ مولوي عبدالغني مشهور په سمنګاني

۸ـ فرید مشهور په  محمد د منتظره قطعې قومندان

۹ـ مولوي حبیب الله د طالبانو مفتي او د ډاګیز محاکمو  مسول

۱۰ـ مولوي حميدالله ، قومندان

۱۱ـ قاري جمعه ګل.

۱۲ـ مولوي کبیر مشهور په مبارز د دشت ارچي د امرباالمعروف مسول

۱۳ـ مولوي ناصر محمدي د معارف مسول او د ښونځيو تړونکی

۱۴ـ مولوي زاهدالله د نظامي کمیسیون غړی

۱۵ـ سعيد الله، قومندان

۱۶ـ قاري غلام حضرت فیضاني سرګروپ

۱۷ـ مولوي اسلام الدين د کندز يو تن مسول

۱۸ـ عبدالمالک مشهور په مخلص د طالبانو د بغلان مسول او د برښنايي پايو نړونکی

دا هغه کسان دي چې په دې هوايي بريد کې وژل شوي دي او تر ډير کسان مرګوني ټپيآن شوي دي.

په ويديو کې لیدل کيږي چې يو زیات شمېر موټر چې طالب ترهګر پکې سپاره دي دې سيمې ته تګ راتګ کوي او هر لوري ته وسله وال کسان ناست دي.

په ويديو کې دا هم له ورايه ښکاري چې د مدرسې د جلسو خونې ته څيرمه ناست وسله وال کس چې دهشکه ورسره ده پر هليکوپترې ډزې کوې چې هلیکوپتر له سيمې تر تيریدو وروسته پر نوموړي ډزې کوي او بیا د خيمې له ساحې خلک تښتي او د جلسو ځای چې طالب مشران پکې دیره دي په نښه کيږي.

په دې هوايي بريد کې يو کم شمېر ماشومان چې وژل شوي دي لامل يي دا وو چې د تل په څير طالب ترهګرو ملکي وګړي د سپر په توګه کارولي دي او تر بريد وروسته دوی يوازې خپل کسان له سيمې وړي دي او نور ټپيان او ملکي وګړي پر ځای پاتې شوي دي.

له دې سره سره چې په ټولنیزو پاڼو کې ځينې طالب ترهګر فوټوشاپ شوي انځورونه خپروي خو ځايي مسولين وايي چې د هليکوپترې پر مټ اخیستل شوې ويډيو به ولس ته حقايق روښانه کړي او ځينې نورې برخې به يي تر استخراج وروسته ولس ته په واک کې ورکول شي.

Share this page to Telegram

Comments