په کندز کې د وسله والو ماین جوړونکي ووژل شو

comments 0

هندوکش کندز: ځايی اوسیدونکو وايي افغان امنیتي ځواکونو په چاڼيزو عملیاتو کې د کندز اقتاش ولسوالۍ کې د هوايي برید پرمهال د وسله والو ماین جوړونکي چې په ماین جوړونه کې یې تجروبه درلوده په هوايي برید کې وژل شوی دی.
۲۱۷ قول اردو ویاند عبدالهادي جمال په وینا نوموړی هوايي برید د اقتاش ولسوالۍ باسوان په مربوطاتو کې د قاري بلال په نام چې په ماین جوړونه کې تجروبه درلوده د خپلو څلورو نورو ملګرو سره ځای وژل شوی دی.
نجیبه سروري

Comments