په کندز کې د طالبانو راکټي برید زده کونکو ته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کندز: د کندز په مرکز کې د طالبانو په توغول شوي هاوان کې يو زده کونکی شهيد شوی او پنځه نور سخت ټپيان شوي دي. دا هاوان چې د کندز له امنيه قومندانۍ سره نيږدې لګیدلی دی پوليسو ته يي هيڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اړولې.
د کندز د امنیه قومندانۍ وياند انعام الدين رحماني هم پيښه تاييدوي. نوموړی وايي چې تر اوسه په ښار باندې د طالبانو درې توغندي لګيدي دي.
بلخوا د کندز د روغتون رئيس ډاکتر نعيم منګل هم وايي چې دوی ته تر اوسه د طالبانو د راکټي بریدونو لس ټپيان ور وړل شوي دي. ياده دې چې د طالبانو دې راکټي برید په داسې حال کې زده کونکي ټپیان کړي او شهیدان کړي چي تر دې مخکې په لوګر کې د دوی ماين د يوې کورنۍ ۱۳ وګړي شهيدان کړل او په لغمان کې يي راکټي بريد پنځه تنکي ماشومان شهيدان کړل.

شاه رسول غزنوی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply