په کندز ولایت کې ۱۳ تنه طالب وسلوال ووژل شول

comments 0

هندوکش ــ کندز: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تیره شپه ناوخته وسلوالو طالبانو پلان درلود، چې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ او د تخارــ کندز ولایتونو په لویه لاره شیرخان بند او جمبو سکول سیمو کې د افغان منیتي ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه ترسره کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې دطالبانو بریدونه له ماتې سره مخ او په پایله کې ۱۳ تنه طالب وسلوال ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په یادوعملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.
نجیبه سروري

Comments