په کندز ولایت کې یو ۳۰ بستریز روغتون پرانستل شو

comments 0

هندوکش ــ کندز: د کندز ولایت روغتیایي چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې په ځانګړي ډول د کرونا ویروس د مخنیوي په پار د یوه ۳۰ بستریز روغتون پرانسته وکړه.
روغتیایی چارواکي له ولسونو څخه غوښتنه کوي، چې خپل پاکوالي ته پاملرنه وکړي، ترڅو له یاد ویروس څخه ټول هېوادوال خوندي پاتې شي.
په ورته وخت کې د یاد روغتون ډاکټران ولس ته ډاډ ورکوي، چې ترممکنه حده پورې به هڅه وکړي، چې دولس په خدمت کې پاتې شي او دوی ته د ډاډ وړ طبي خدمات وړاندې شي.
نجیبه سروري

Comments