په کندز ولایت کې د طالبانو دیوه قوماندان په ګډون ۱۳تنه وسلوال طالبان وژل شو يدي

comments 0

هندوکش ــ کندز: افغان هوايي ځواکونو د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې هوايی عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې د طالبانو د یوه لوړپوړې قوماندان ملا خاکسار په ګډون ۱۳تنه وسلوال طالبان وژلي دي.
د یاد ولایت ځايي چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شوو هوايي عملیاتو کې د وژل شوو طالبانو سربیره د دوی ګن شمیر پټنځایونه او دوسلو ډیپوه ګانې هم له منځه تللې دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
نجیبه سروري

Comments