په کاپیسا کې ۲ تنه طالب وسلوال د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ کاپیسا: د کاپیسا ولایت سیمه ییزچارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره ورځ غوښتل د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د سړګ پرغاړه د ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو د وژنې په موخه ماین ځای پرځای کړي، چې په پایله کې ماین چاودنه کړې او ۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې طالبانو له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او غواړې په داسې کړنو سره ځان قوي وښیي او د سولې په روانو مذاکراتو کې امتیازات ترلاسه کړي.
په عین حال کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې طالبانو د سولې له مذاکراتو سره هممهاله د ولسي وګړو وژنې ته کار ویلی او هره ورځ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د ولسي وګړو د وژنې سربیره عامه تاسیسات ویجاړوي.
عبید رادپور

Comments