په کانادا کې وسیله وال برید څلور کسان وژلي دي

comments 0

هندوکش – کانادا: کانډایي چارواکي وایي چې یوه وسلوال کس د «پنتیکتون» په ښار کې پر خلکو ډزې کړې او څلور کسان یې وژلي دي.

د رویټرز د خبر له مخې،  یاد وسلوال کس د ښار په دریو برخو کې پر خلکو ډزې کړې دي او خلکو ته یې دغه شمیر مرګ ژوبله یې اړولې ده.

بریدګر تر پیښې وروسته ځان په خپله خوښه پولیسو ته سپارلی چې اوس  بندخونې ته استول شوی  او تحقیقات ترې روان دي.

پولیسو ویلي، برید له وړاندې پلان شوی وو خو د بریدګر د انګیزې په تړاو څه نه دي ویل شوي.

فکور نعیمي

Comments