په کابل کې ۱۵ تنه د وسلوالو غلاو،قتل،شکونې او په نورو قضیو کې ښکېل وو ونیول شول

comments 0

هندوکش ـ کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یو لړ ځانګړي عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې یې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
یاد کسان د کابل ښار د دویمې، څلورمې، پنځمې، دیارلسمې او اولسمې ناحیو او همدارنګه د بګرامي، چهاراسیاب او پغمان ولسوالیو په اړوند سیمو کې د وسلوالو غلاو، قتل، د اسناد د جعل او تذویز، ژوبلې، د موبایل غلا، د کورونو غلا، د غیرقانوني وسلو لېږد، د عامه امن او نظم د اخلال او شکونې په تړاو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه عرادې غلا شوې لېږدوونکې واسطې، درې میله تفنګچې، یو میل کلاشینکوف او یوه پایه مخابره هم ترلاسه شوي دي.
عبید رادپور

Comments