په کابل کې پر انټرکانټيننټال هوټل برید پای ته ورسيد

comments 0

هندوکش ـ کابل: په کابل کې پر يو مشهور هوټل انټرکانټيننټال هوټل باندې د ترهګرو برید پای ته رسيدلی دی او هلته بند پاتې کسان ټول ژغورل شوي دي.

بریدګر چې ویل کيږي څلور تنه وو د هوټ له شاتنۍ خوا څخه پخلنځي او بیا له هغه ځايه برنیو پوړونو ته پورته شوي وو او پر ملکي وګړو يي ډزې کولې.

په هوټل کې د شپې لخوا د واده او ډوډۍ په پار د خلکو د تګ راتګ له امله ګڼه ګوڼه ډيره وي خو د افغان ځواکونو نيږدې دولس ساعتي عملیاتو نه يوازې ملکی وګړي وژغورل بلکه تلفات هم ډير کم وو.

د پيښې سيمې ته نيږدې خلک وايي چې وضعيت عادي شوی دی او هوټل ته څيرمه د هندوکش خبري آژانسه خبريال سپوږمۍ پوپلزۍ هم وايي چې وضعيت عادي شوی دی او ټول هوټل له ترهګرو پاک شوی دی.

په پيښه کې تر  دې دمه د پنځو تنو د وژل کيدو او شلو نورود ټپي کيدو پخلی شوی دی.

په پيښه کې  ويل کيږي چې درې پوليس هم ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دانش هم  له هندوکش سره په خبرو کې ويلي دي چې درې پوليس ټپيان شوي او شپږ تنه وژل شوي دي.

د پيښې له ځايه سهار مهال خپريدونکي انځورونه چې ډير زړه بوګنونکي وو لیدل کيدل چې خلک په هوټل کې د ترهګرو له وحشته د تيښتې په پار ځانونه له برنیو پوړونو لاندې پوړونو ته را خطا کوي او يو تن چې ټپي وو له پړي خطا شوی وو چې لاندې وغورځيد.

تر دې دمه دې هوټل ته د ترهګرو د رسيدو په اړه کره جزييات نه دي ورکول شوي خو د هوټل مدير حارث چې ټپي وو او ژغورل شوی دی وايي چې يوه اونۍ مخکې ددې هوټل امنيتي چارې يو خصوصي شرکت ته سپارل شوې وې.

یاده دې وي چې په سیمه کې د سي ار يو او ځانګړو ځواکونو قطعاتو په ډيرې  چټکۍ سره د هوا له لارې سیمه څارله او د بام له لارې را پیل شوي عملیات وروستي پوړ ته رسيدلي او په ياده سیمه کې اوس وضعيت عادي شوی دی او لارې هم د ټرافيکو پر مخ پرانيستل شوي دي.

تر دې مخکې هم پر ياد هوټل د حقاني شبکې ترهګرو برید کړی وو او تر دې دمه د بیګنۍ شپې د برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments

Leave a Reply