په کابل کې د یوې کورنۍ د ۴ غړیو بې رحمانه وژل کېدو جدي غبرګونونه راپارولي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل ښار په اوومه حوزه کې یکشنبه ماښام د یوې کورنۍ څلور غړي د نامعلومه کسانو له‌خوا په ډېر بې رحمانه توګه په تېشه وژل شوي.
دې وحشتناکه پېښې د خلکو جدي غبرګونونه را پارولي دي. خلک د کابل امنیتي چارواکي په بې کیفایتۍ تورنوي او دا یوه ډېره وحشتانکه او انسانیت څخه لرې پېښه بولي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي دا پېښه تایید کړې او ویلي يې دي: ” ناشناسه کسان یوه کور ته تللي وو د اوومې حوزې اړوند جنګلک په سیمه کې، هلته‌ یې په تېشه باندې د یوه فامیل څلور غړي چې یوه مېرمن ده او درې یې ماشومان دي په شهادت رسولي دي. پولیسو ځان سمدستي سیمې ته رسولی او قضیه په جدي توګه تر څېړنې لاندې ده.”
د رحیمي په خبره بریدګر د عبدالستار په نوم د ټرانسپورت وزارت د یوه کارکوونکي کور ته وراوښتی و. ولسمشر غني دغه پېښه غندلي او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې په دې تړاو جدي څېړنې وکړي.
تر اوسه پورې چا د دغه برید مسوولیت په غاړه نه‌دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د وسلو او چړو په زور د غلاوو او مرګ‌ژوبلو پېښې زیاتې شوې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments