په کابل کې د پاکستان ضد لاريون

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل:سلګونو افغانان چې د پاکستان، طالبانو، حقاني شبکې او داعش ضد شعارونه ورسره دي په کابل کې يي د نادريې ليسې ته څيرمه د پاکستان سفارت مخې ته لاريون پيل کړی دی.
دوی وايي چې د پاکستان، طالبانو، حقاني شبکې او داعش ګډ وحشتونه ورته د منلو نه دي.
دوی پر پاکستان تور پورې کړی دی چې په هیواد کې په ټولو وحشتونو کې د دوی پوځ او استخبارات لاس لري.
لاریون کونکي وايي چې له پاکستان سره هر اړخيز پريکون په کار دی.
په سیمه کې د هندوکش خبرياله سپوږمۍ پوپلزۍ وايي چې سيمې ته ډله ډله افغانان لا هم روان دي.
د هندوکش خبريالې ته ځينو هیوادوالو ويلي دي چې ترهګر ظالمان دي او د ملت وينې زبيښي.
لاریون لا هم دوام لري
له موږ سره پاتې شئ…..
هندوکش د کره خبرونو چټکه سرچينه.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply