په کابل کې د نشه یې توګو خرڅلاو په تو دوه تنه ونیول شول

comments 0

هندوکش – کابل: د افغان امنیتي ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې د نشه یې توکو دوه کار او باریان نیول شوي دي.
په کابل کې د امنیه قوماندانۍ نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزه مدیر محمد کبیر ابراهیم خېل رسنیو ته وویل، پولیسو د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور دوه پرچون خرڅوونکي نیولي چې (۴۵) ګرامه هیروئین، (۲۸) ګرامه شیشه، (۵۱۴) ګرامه چرس او (۱۸۰) ګرامه تاریاک هم ورسره وو.
ښاغلي ابراخېل زیاته کړه، په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د پرچون خرڅوونکو پر خلاف عملیات ډېر شوي او په نتيجه کې يې تر اوسه څو کسان نیول شوي چې تر څېړنو وروسته یې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو د اوسېدو ځایونه هم موندل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments