په کابل کې د طالب ترهګرو یوه اوه کسیزه ډله ونیول شوه

comments 0

هندوکش – کابل: ملي امنیت ریاست نه په خپور شوي خبرپاڼه کی راغلي چی کابل کی د ملي امنیت خاصو قطعاتو په عملیاتو کې د طالب ترهګرو اوه کسیزه ډله نیول شوی ده.
د خبر پاڼۍ پر بنسټ یادی ډلی غوښتل چی د غازي امان الله خان روغتون او کورنیو چارو په وزارت برید وکړي.
خبر پاڼه زیاتوي چی، نیول شویو کسانو منلې چې په پاکستان کې یې د اصحابذالجنه، الهاشمیه،اصحاب الصفه، منصوري او عمري لشکر مدرسو کې په چمن کې د ترهګریزو بریدونو روزنه تر لاسه کړي وول.
خبر پاڼۍ کې د ترهګرو نومونه هریو:
– هدایت د عزیزالله زوی
– جمال الدین د محمد الدین زوی
– هدایت الله د جیلانی زوی
– عزت الله د محمد لعل زوی
– عزت الله د فیض الدین زوی
– حبیب الرحمن د عظیم جان زوی
– ضیاالحق د نظرگل زوی
ویل شوي دي.
خبر پاڼه کی که څه هم نیول شویو کسانو په اړه ډیر جزیات ورکړل شوي نه دي خو لیکي چی مدرسې د مولوې احمد کندهاري اړوندې دي په چمن کې ترهګر روزل او محمد عارف کابل ته راوستي وو.
یاد کسان په داسی حال کی نیول شوي چی طالبانو تردی وړاندی خندق تر نوم لاندی د خپل پسرلني عملیاتو خبر ورکړی وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments