په کابل کې د جنايي جرمونو په تور شپږ تنه ونیول شول

comments 0

هندوکش ـ کابل: له کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ولایت د امنیه قومنداني منسوبینو د کابل ښار په اړوند سیمو کې د څو جلا اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، یاد کسان د کابل ښار د نهمې، لسمې، یوولسمې او شپاړسمې ناحیو په اړوندو سیمو کې د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، وسایطو د غلا او د موبایل د غلا په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
خبرپاڼه لیکي، له دې کسانو یو میل تومانچه هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.
د یادونې ده چې تېره شپه د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي پولیسو ته خطاب کې ویلي، که د کابل ښار په هره حوزه کې مجرم تېښته او یا مقاومت وکړ، ختم يې کړئ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments