په کابل کې دوو غبرګو چاودنو دوه ملکي کسان ټپیان کړل

comments 0

هندوکش ـ کابل: د کابل د پولیسو په وینا، د کابل د پنځمې حوزې په کوټاسنګي سیمه کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې دوه ملکي کسان ټپیان کړي دي.
د پېښې عیني شاهدان وايي، چې د پیښې په ځای کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
نن سهار د کابل د پغمان ولسوالۍ په باغ داود سیمه کې د سړک غاړې ماین هم چاودنه کړې ده.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وویل، چاودنه د سهار په اتو بجو او نهه دقیقو وشوه چې مرګ ژوبله یې نه درلوده.
کومې ډلې د دې چاودنو مسؤلیت نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ دوحه د بین الافغاني مذاکراتو په پېلېدو سره تمه کېده چې په هېواد کې یو نا اعلان شوی اوربند ټینګ شي او یا په هېواد کې تاوتریخوالی کم شي.
عبید رادپور

Comments