په کابل کې دجنایي جرمونو دبانډونو مشر افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو

comments 0

هندوکش – کابل: دکورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي،چې دهېواد په پلازمینه کابل کې یې دحمید الله په نوم یو جنایتکار له افغان سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو.
اعلامیه کې راغلي دي،چې نوموړي په کابل کې په وژنو،ترهګریزو بریدونو او یو شمیر جنایي جرمونو کې لاس درلود،چې بالاخره په چهارسیاب ولسوالۍ له افغان ځواکونو سره په وسلواله جګړه کې ووژل شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments