په کابل کې امنیتي ځواکونو دوه مشکوک پاکستانیان نیولي دي

comments 0

هندوکش – کابل: یاد کسان چې ویل کیږي پاکستانیان دي له یو اندازه پیسو او چاودیدونکو موادو سره د کابل اړوند بتخاک سیمه کې نیول شوي دي.
کابل کې د 111 امنیتي فرقې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، امنیتي مؤظفینو د دوشنبې په ورځ د کابل په بتخاک ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال دغه درې کسان نیولي چې دوه یې پاکستانیان او یو افغان دی.
اعلامیې پر بنسټ درې مشکوک کسان له یوه اندازه خطرناکو چاودیدونکو موادو سره یوځاې نیول شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې، له دوی سره امونیم نایتریت او سي فور مواد چې د بم جوړولو لپاره کاریږي، څه باندې ۱۷۰ زره افغانۍ او یوه اندازه کالدارې، موبایلونه، سیم کارتونه، دوه جلده پاکستاني پاسپورټونه، د قبایلو کارتونه او داسې نور نیول شوي دي.
یاد کسان اوسمهال تر تحقیق لاندې دې او په اړه یې تردې دمه کړه معلومات ورکړل شوي نه دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments