په کابل کی په سلو کې ۶۵ فیصده د ځمکې لاندي اوبه ککړ دي.

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وایې «چې په سلو کې ۶۵ فیصده د ځمکې لاندې اوبه په کابل کې د استفادې وړ نه دي».
د چارواکو په وینا «د ځمکې لاندې باکتریاوې او کیمیاوي موادو اوبه اخته کړي چې د داکترانو په وینا کولای شي انسان بیلابیلو امراضو ته اخته کړي».
د چاپیریال ساتنې د پلان څانګې ریس محمد کاظم همایون وایې چې «حکومت ته لازمه ده ترڅو دی بهیر ته په کتو لازمه اقدامات ونیسي».
نوموړې زیاتوي چې د نفوس دیړوالې، د ادارو ترمنځ د همغږي نشتون او اداري فساد یو د هغو لاملو نه دې چې د ځمکې لاندې اوبه ککړ شوي دي.
د احصایې له مخې څه دی پاڅه پنځه ملیونه خلک کابل کې ژوند کوي چې شته کانالیزاسیون یې ضرورت نه رفع نکوي.
دا په داسې حال کې دې چې د اوبو رسونې ریاست یواځې ۵۵ زره کورنیو ته کولای شي اوبه چمتو کړي بس.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply