په کابل کې پولیسو د لاس ګاډیو او موټر چلوونکو څښتنانو بایومتریک پیل شو

comments 0

هندوکش ـ کابل: د کابل پولیسو د جنایي او ترهګریزو پېښو د مخنیوي د یوې هڅې په خاطر دغه ښار کې د سړک د سر پلورونکو، کراچي‌ وانانو او موټر چلوونکو د بایومټریک بهیر پیل کړ.
امنیه قومانداني وایي، تر اوسه ‌یې ۸۰۲ دغه کسان په دوهمه حوزه کې بایومټریک کړي او دغه لړۍ د ښار بېلابېلو سیمو کې روانه ده.
دغه ګام داسې مهال اخیستل کېږي چې دغه ښار کې وروستیو شپو ورځو کې جنایي جرمونه او په وړاندې یې د خلکو شکایتونه ډېر شول.
د کابل پولیس وایي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د بېلابېلو جنايي جرمنو په تړاو له ۲۰ زیات کسان نیولي دي.
عبید رادپور

Comments