په کابل او هرات کې د 5 ترورېستان او سړي تښتوونکي نیول کیدل

comments 0

هندوکش ـ هرات: د ملي امنیت لوی ریاست وايي چې په کابل او هرات کې يې پنځه مشکوک ترورېستان او اختطاف چیان نیولي دي.
د ملي امنیت په پرونۍ خبرپانه کې راغلی دي: په نیول شوی کسانو کې د عتیق الله په نوم د طالبانو یو مهم غړی هم شامل دی چې د کابل ښار په دریمه امنیتي حوزه کې نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوی چې نیول شوي کس پر امنیتي ځواکونو د برید پلان درلود خو هدف ته تر رسیدو دمخه ملي امنیت ته په لاس ورغلی دی.
د ملي امنیت ریاست وايي څلور نور کسان چې دولت ضد وسله وال فعالیت او په اختطاف کې ښکیل وو ،د هرات په شین ډڼد ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
امیر حسین سلجوقی

Comments