په کابل ، لوګر او ورته ولایتونو کې د وروستیو ترهګریز بريدونو په اړه / د متفقو علماو د شورا اعلامیه!

comments 0

1 Views

به اسم رب الشهدأ

متدیـــــــنوهېــــــوادوالـــــو!
له هر څه د مخه په هیواد کې د وروستيو خونړیو او دردونکو پیښو شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پیښي عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دی د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب کې اخته کړي، آمین.
څرګنده ده چې په هېواد کې له څو لسیزو راپدیخوا جګړو اود ګاونډیو هیوادونو پرله پسي لاسوهنو او په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو روزل، تجهیز او ملاتړ دهرافغان په زړه تورداغ ایښی اوهره ورځ زموږ مظلوم ولس په یو اوبل نامه د خپلو لاسپوڅو(طالب، داعش او ورته نورو ترهګرو ډلو) په واسطه په شهادت رسوی، عامه شتمنی مو لوټوي د عوامو خلکو کورونه ویجاړوي، ماشومان، ځوانان، سپین ږیری، تورسری، دیني عالمان، قومي مشران او… راوژني او د اسلام د مقدس دین او جهاد تر پوښښ لاندی هغه ناوړه عمل ترسره کوی کوم چې د تاریخ په اوږدو کې یې ساری نده لیدل شوی ، دوی ته انسانیت او اسلامیت هیڅ راز ارزښت نلري ، دوي د اسلام د بد نامی له پاره مټي رانغاړلي دی، دوي پرته له وژلو او تخریب نه بل څه افغان ولس ته ندې ډالئ کړي، چې دغو جنایتکارو او اسلام دښمنو کړیو یو ځل بیا هم د روژې مبارکی میاشتي په درشل کې چې د رحمت، عبادت، طاعت او مغفرت میاشت ده، خو سره له دې هم د اسلام او انسانیت دښمنانو تیره ورځ په کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت باندې او د لوګر ولایت په پل علم کې او ورته نورو ولایتونو کې ځانمرګي او ډله ییز بریدونه تر سره کړل چې په ترڅ کې زمونږ د امنیتي ځواکونو په ګډون لسګونو تنه مظلوم او بې ګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، حال دا چې الله تعالی په خپل عظیم کتاب قرآن کریم کې فرمایلی:
ژباړه: هر هغه چا چې انسان پرته له حق او پرته له هغه چې د ځمکی پر سر یې فساد کړی وي ووژني، داسې چې ټول انسانان یې وژلي وي، او هر څوک چې د یو انسان ژوند وژغوری، داسې چې د ټولو انسانانو ژوند یې ژغورلی وي. آیه (32) سوره مائده.
خو له بده مرغه چې د طالب او داعش په نامه ترهګریزی کړی تل دغه شان ناخوالی او کرغیړنی پیښی زمونږ د ولس پر وړاندې ترسره کړی او د افغانانو په وژلو یې خپل باداران خوشحاله کړي ، افسوس پداسی افغان چې د پردیو اهدافو په خاطر له مظلومو افغانانو نه قربانی اخلی او بیا د جهاد نوم ورکوی، حال داچې د اسلام مقدس دین هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو د یو بیګناه او بی دفاع انسان ژوند ته زیان ورسوی. ولی بد بختانه چې دغو ترهګرو ډلو ته د یو انسان ژوند اصلا هیڅ راز اهمیت نلری نو لازمه ده چې د دغو انسان وژونکو ډلو د کړنو د مخنیوي لپاره د خپل ځان او ولس د خلاصون په موخه له خپلو امنیتي ځواخکونو سره مرسته او ملاتړ وکړو.
نو له دې امله مونږ هر ډول ترهګریزی کړني د اسلام ضد عمل بولو او په څرګنده توګه اعلانوو، چې د دغه شان کړنو عاملین به د الله جل جلاله د حکم پر بنست د جهنم په سرو لمبو کې سوزیږی او ابدالابد به په جهنم کی اوسیږی او د الله جل جلاله د ژمني مطابق ، حق تل بریالی دی او انشالله ترهګر به زر ترزره له منځه ځي او له خدای (ج) نه خواست کوو ترڅو نور زمونږ ګران افغانستان کې یو سراسری سوله او ثبات قایم او نور د جګړي او انتحار له شر نه مو ولس ته خلاصون ورکړي .
والسلام

Share this page to Telegram

Comments