په چین کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر ۸۰۰ واوښت.

comments 0

هندوکش ــ چین: د چین د رروغتیا ملي کمېسیون نن یکشنبه وویل چې د هوبي په مرکزي ولایت کې پرون ۸۹ تنه نور په دې ناروغۍ مړه شول چې دا په یوه ورځ کې په دې ویروس تر ټولو زیاته مړینه بلل کېږي.
د دې کمېسیون په وینا د دغو کسانو له مړینې سره په چین کې پر کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر ۸۱۱ تنو ته ورسېد چې دا د ۲۰۰۲ میلادي کال په مارچ کې د سارس په ناروغۍ تر مړو شویو کسانو ډېر دی.
د سارس په ویروس چې کرونا ویروسو ته ورته والی لري، ۷۷۴ تنه مړه شوي وو.
په چین کې ۳۷ زره ۱۹۳ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.
توریالی سحر

Comments