په پېښور کې د پي ټي ايم جلسه: خلک نيول شوي او انټرنیټ بند شوی

comments 0

هندوکش ـــ پېښور: په پېښور کې د فرورۍ په ۷مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه په داسې حال کې روانه ده چې د دې غورځنګ د مشرانو په وېنا د دوی ګڼ کسان پوليسو نيولي دي.
د جلسې د ځای سره خوا او شا د موبايل فون سيګنلې او انټرنيټ پرې شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) يو مشر او د پارليمان غړي، محسن داوړ نن د فرورۍ په ۷مه، پر ټويټر ليکلي چې په بنو کې پولیسو هغه کسان نيولي چې غوښتل يې دې جلسې ته ورشي.
مشال راډيو د پېښور پوليسو سره په دې اړه رابطه وکړه نو هلته ورته په کنټرول روم کې اپرېټينګ افیسر، صادق شاه د فرورۍ په ۷مه وويل چې دوی سره د پي ټي ايم د نیول شوو کسانو هيڅ راپور او نومونه نشته. هغه وويل په هره ضلعه کې چې پوليس څوک ونيسي، دوی ته یې اطلاع ورکوي خو تر اوسه ورته ځايي پوليسو هيڅ داسې راپور نه دی ورکړی.
د پي ټي ايم مشرانو پر سوشل ميډيا داسې تصويرونه او ويډيوګانې خپرې کړې چې پکې د دوی نیول شوي کسان ښکاري. په نیولو شوو کسانو کې د پي ټي ايم د مشرانو د کمېټۍ غړي ملا بهرام او زبیر شاه هم شامل دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور جلسه د ارمان لوڼي د دوهم تلين په مناسبت جوړه کړې. لوڼی دوه کاله مخکې په بلوچستان کې د يوې مظاهرې په مهال مړ شوی وو. هغه وخت پوليسو ويلي وو چې په ده د زړه حمله راغلې خو پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې وه چې هغه پوليسو وهلی ځکه مړی شوی دی.
فروزان سیرت

Comments