په پکتیکا کې د پاکستان لخوا روزل شوی طالب ونیول شو

comments 0

8 Views

هندوکش – پکتیکا: د ملي امنیت ریاست څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، ملي امنیت ځواکونو په پکتیکا ولایت کې د سراج الدین په نوم یو پاکستانی تبعه چې په یاد هیواد کې د تخریبې کړنو په موخه روزنه ورکړل شوې ده نیولی دی.
د خبرپاڼې پربنست نوموړي غوښتل چې یاد ولایت ته په یوه عراده ډینا موټر کې ۱۱۰ میله کلاشنکوفونه ، ۶۹ میله تومانچې، ۳ میله سنایپر، ۱۶۸ بوجۍ بیلابیل ډول مرمۍ ولېږدوي ژوندی نیولی دی.
د خبرپاڼې په وینا سراج الدین وسلوالو طالبانو ته د وسلو او مهماتو د لېږد دنده پر غاړه لرله.
نیول شوې په خپل جرم اعترف کړی.
وسلوالو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments