په پکتیکا کې د افغان ځواکونو او جمهوریت په ملاتړ غونډه ترسره شوه

comments 0

هندوکش ـ پکتیکا: د پکتیکا ولایت په یوسف خیلو ولسوالۍ کې سلګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د افغان ځواکونو د ملاتړ تر څنګ د جمهوریت په ملاتړ غونډه ترسره کړه.
د ناستې ګډونوالو افغان امنیتي ځواکونو د کړنو او هڅو ستاینه وکړه او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د افغان ځواکونو او د جمهوریت ملاتړ وکړئ.
دوی همدا راز د سولې په روانه پروسه کې د افغان حکومت دریځ ستایلی او په طالبانو یې غږ کړي، چې د سولې د راتګ او د یادې پروسې د بریالی کیدو په موخه له تاوتریخوالي لاس واخلئ او اوربند وکړئ.
عمران احمدزی

Comments