په پکتیکا کې درې ښوونځي پر ماينونو الوزول شوي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا ځايي چارواکي وایې چې نا پیژنده وسله والو په یاد ولایت کې د مرکز ښرنې اړوند حضرت بلال، سیدجلال بخاري او د خواجه خېلو ښوونځي چې له امله یې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي سوځولي دي.
د چارواکو په وینا، ناپېژاندو وسله والو د پکتيکا په مرکز ښرنه کې درې ښوونځي پر ماينونو الوزولي چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.
چارواکو زیاته کړه چې، وړمه شپه دغه ښوونځي ته بمونه اېښودل شوي چې د چاودنې له امله يې د ښوونځي تعمير، کړکۍ او نورې برخې زيانمنې شوې دي.
همدارنګه د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفیق رسنیو ته وويل چې وړمه شپه درې لېسې په ماینونو الوزول شوې دي.
هغه وايي چې د حضرت بلال او سيد جلال بخاري لېسې پر بمونو الوزول شوې او د خواجه خېلو لېسه په راکټ ويشتل شوې ده. د شفق په وينا، په يادو ښوونځيو کې د دې پېښو د رامنځته کېدو له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي. طالبانو د دغو ښوونځیو د ورانولو خبرونه رد کړي دي.
عمران احمدزې

Comments