په پکتیکا ولایت کې ۵تنه وسلوال طالبان نیول شوي دي

comments 0

هندوکش ــ پکتیکا: د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې دافغان ګډو ځواکونوپه عملیاتو کې ۵تنه وسلوال طالبان نیول شوي دي.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې دافغان ځواکونو په ترسره شوو عملیاتو کې نیول شوې وسلوالې ډلې په پکتیکا ولایت کې په بیلا بیلو ترهګریزو بریدونو، وژنو او چاودنو کې لاس درلود.
دوی زیاتوي،چې په نوموړو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
عمران احمدزی

Comments