په پکتیا کې وسلوالو طالبانو یو نوی جوړېدونکی روعتون په بمونو الوځولی

comments 0

هندوکش ـ پکتیا: په پکتیا کې یو نوی جوړېدونکی روغتون طالبانو په بمونو نړولی دی.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته وویل، چې دغه روغتون تېره شپه وسلوالو طالبانو د دې ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې په بمونو الوزولی دی.
دی وایي، یاد روغتون د ۷۷ ملیونه افغانیو په لګښت جوړېده او چارې یې ۷۰ سلنه ترسره شوې وې.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید یاده شي چې وسلوال طالبان د عامه المنفعه ځایو سره دښنمي لري چې د هېواد په ډېری ولایتونو کې یې پل، سرک، ښوونځي او روعتونونه په بمونو الوځولي یا یې اور ورته کړی دی، ښه بېلګه یې دغه ولایتونه دي، فراه کې ښوونځی، کندهار کې ښوونځی، کاپیسا کې پل او سړک، فاریاب کې د نجونو ښوونځی ویجاړ کړي دي.
عمران احمدزی

Comments