په پکتیا کې د کرونا ناروغانو درملنې په موخه د سل بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې

comments 0

هندوکش – پکتیا: ياد روغتون د ګردېز د پخواني هوايي ډګر ځمکه کې چې اوسمهال پکتيا پوهنتون ته سپارل شوې جوړيږي او له کرونا وروسته به د دغه پوهنتون کادري روغتون شي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي وايي چې د دغه روغتون ودانۍ په ۲۵۰۰ متره مربع ساحه کې جوړيږي چې ۲۴ څلور بستريزې او ۱۲ يو بستريزې خونې، ۱۴ اداري خونې او ۲۴ تشنابونه به ولري.
کټوازي وويل چې له دې سربېره به د موټرو د پارکېنګ او نورو اړوندو اسانتياوو لپاره هم کافي ځای ولر.
دا په داسې حال کې ده چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د کرونا ناروغانو کچه مخ په زیاتیدو دې او چارواکي په دې اړه اندیښنه څرګندوي.
عمران احمدزی

Comments