په پکتیا ولایت کې ۴۱ کړۍ بیلا بیل ماینونه کشف او شنډ کړای شو

comments 0

هندوکش ــ پکتیا: د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ د ورګړي په سیمه کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴۱ کړۍ د پرسونل او وسایط ضد ماینونه کشف او له منځه یوړل شول.
چارواکي وايي، دښمن هڅه کوي چې په لویه لارو کې ماینونه ځای پرځای کړي او د بې ګناه انسانانو د مرګ ژوبلې لامل وګرځي، دوي وايي افغان ځواکونه کوښښ کوي چې د ترهګرو او پردیپالو مخه ونیسي ترڅو خلک په ډاډمن امنیت کې خوندي ژوند وکړي.
عمران احمدزی

Comments