په پکتیا ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ پکتیا: د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې طالبانو تیره ورځ ناوخته د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ په مقبلو سیمه کې د افغان ځواکونو په پوستو د برید پلان درلود، چې افغان هوايي ځواکونو د طالبانو په پټنځای برید وکړ چې په پایله کې یې ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
ځايی چارواکي وايي، چې طالبان د سولې په پروسه کې په کړو ژمنو عمل نه دی کړي او لاهم د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه او د ولسي وګړو د وژلو په موخه د لویو لارو په اوږدو کې ماینونه ځای پرځای کوي او بې ګناه انسانان وژني.
په ورته وخت کې د پکتیا ولایت اوسیدونکي وايي، طالبانو د سولې خبرو سره هم مهاله جګړې ته زور ورکړی او په تاوتریخوالي کې یې کموالی نه دی راوستی.
عمران احمدزی

Comments