په پکتیا ولایت کې دطالبانو له لوري توغول شوي هاوان مرمۍ ۱۲ تنه ماشومان ټپیان کړيدي

comments 0

هندوکش _ پکتیا: دپکتیا ولایت امنيتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو دپکتیا ولایت په ځاځیو اریوب ولسوالۍ شاه محمود کلي باندې د هاوان مرمۍ توغولې، چې له امله یې ۱۲ تنه ماشومان ټپیان کړیدي. چارواکي زیاتوي، چې دطالبانو له لوري ټپیان شوي ماشومان د ملي اردو ځواکونو له لوري تداوي شوي او بیرته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي. په عین حال کې دیاد ولایت اوسیدونکو دطالبانو یاد عمل غندلی ا و له وسلوالو طالبانو څخه یې غوښتي دي، چې نور له تاوتریخوالي څخه لاس واخلئ او سولې ته غاړه کیږدئ. دوي همدا راز د جګړې له ښکیلو غاړو غږ کړي، چې سوله دهر افغان غوښتنه ده او باید دجګړې ښکیل اړخونه د ولسونو غوښتنو ته مثب ځواب ووايي.
عمران احمدزی

Comments