په پکتیا او پکتیکا کې د ۱۳ خونړو بریدونه څخه مخنیوی شوی دی

comments 0

هندوکش ـ کابل: دفاع وزارت خبر پاڼه وايي، چې تیره ورځ وسلوالو ترهګرو د پکتیا ولايت د احمداباد ولسوالۍ د «مچلغو بند» او د زرمت ولسوالۍ د «باتور» په سیمو کې ۶ کړۍ، همدارنګه د پکتیکا ولایت د اورګون او ګیان ولسوالۍ تر منځ په لویه لار ۷ کړۍ د وسايطو او پرسونل ضد ماينونه چې ډیری وخت د بیګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلي سبب کيږي د سړک پرغاړه ، لارو ، اوکوڅو کې ځای پرځای کړي وو.
وزارت وايي، چې دغه ډول ډول ماینونه د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ او دوهمي لواګانو د انجينرۍ ټيمونو د بیدارو منسوبينو لخوا کشف او شنډ کړای شول.
وزارت زیاتوي، چې د دغو ماينونو په کشف او شنډولو سره امنيتي او دفاعي ځواکونو وکولای شول، چې د يو شمير بې‌ ګناه هيوادوالو ژوند وژغوري.
د يادونې وړ ده چې د وسلوالو طالبانو د دا ډول بې رحمانه او غیر اسلامي کړنو څخه څرګندیږي چې دوئ لا اوس هم د بی ګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې څخه لاس ندی اخیستی.
عبید رادپور

Comments