په پکتيکا او میدان وردګو ولايتونو کې ۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: دفاع وزرات خبر پاڼه وايي، چې تیره ورځ د پکتيکا ولايت د اورګون ولسوالۍ اړوند د پیر کوټي، شیخانو او د میدان وردکو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په اړوند سيمو کې د سړک پرغاړه د وسلوالو طالبانو لخوا د بې ګناه ملکي کسانود وژنې په موخه ۶ کړۍ ډول ډول ماینونه ځای پرځای کړي وو او غوښتل يې چې چاودنې ورکړي.
له نیکمرغه یاد ماینونه د تندر قول اردو اړوند د دوهمې او څلورمې پليو لواګانو د انجينرۍ ټيمونو د زړورو منسوبينو لخوا کشف او شنډ کړای شول.
د دغه ماينونو په شنډولو سره امنيتي او دفاعي ځواکونو وکولای شول چې د ترهګريزو پيښو مخه ونيسي او يو شمير هيوادوالو ژوند وژغوري.
د يادونې وړ ده چې وسلوالو طالبانو پدې وروستيو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د سړکونو پر غاړو ماینونو اښودلو ته زور ورکړی چې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې تل د کشف او شنډولو هڅه کوي، خو بده مرغه چې د ماینونو په چاودېدو سره مرګ ژوبله بیا زموږ د بې ګناه ملکي وګړو سبب کیږي.
عبید رادپور

Comments