هندوکش – پکتیا: په پکتيا کې په يو هوايي بريد کې د طالبانو يو قومندان او څو نور بریدګر وژل شوي.
بريد چې ددې ولايت د اورګون د پيرکوتي شیخانو په سيمه کې شوی د خپل سري طالب ولسوال مولوي عبدالعزيز موټر پکې په نښه شوی دی.
په دې بريد کې نوموړی له څو تنو ملګرو سره يو ځای وژل شوي دي.
د پکتیا امنيه قومنداني وايي چې ياد بريد پرون مازديګر شوی دی.
د پکتيا د امنيه قومندانۍ سرپرست هندوکش خبري سرچينې ته ويلي دي چې په برید کې ددې ولسوال د سورلۍ سراچه ډوله موټر په نښه شوی دی.
د نوموړي په خبره په دې بريد کې دوه نور مهم قومندان چې په سکروټه او غلچکي مشهور وو هم وژل شوي دي. طالب ترهګرو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
فرهاد شهراني
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.