په پټو سترگو پريکړه / محمدظاهرعادل

comments 0

ډير ښکلې ژوند مو درلود، شگفته زمونږ د پنځو ورنو يوه خور وه او د ټولو نه وړه وه ډيره نازولې وه زمونږ په کور کې د يو نانزکې په څير وه .
دا چې د پلار نه مونږ ته په کلي کې ډير ښکلې کور پاتې و،د کور په انگړکې مو ورته زانگو جوړه کړې وه، دې به هر وخت د کور په انگړ کې لوبې کولې ، نو پدې وخت کې عمر تقريبآ څوارلسو ته رسيدلې وو ، کله کله به مونږ ورته دا ويل اوس پيغله شوې يې نور ستا د لوبو ورځې ندي،نو شگفتې به پخپل نازونو بيرته زمونږ زړونه به نرم کړه او لوبې به يې کولې.
يوه ورځ مور مې راته وويل، زويه زمونږ گاونډۍ راغلې وه چې د هغې ورور دى په خارج کې د هغه لپاره يې شگفته غوښته، ما مې مور ته اويل چې تا ورته څه وويل ، زويه ما ورته اويل چې زه به مې زامنو سره مشوره وکړم بيا به تاسو ته خبر درکړم.
کله چې مې ورونو سره مشوره کوله نو دا پکې ياد شو چې مونږ خو هلک ندى ليدلي دا چې په خارج کې ژوند کوي سمه به وي .نو مونږ پدې راضي شو چې شگفته به هغه هلک ته ورکړو او زمونږ ورونو نه به هم يو خارج ته لاړ شي.
نو کله چې د شگفتې غوښتنې ته بيا زمونږ گاونډې راغله دا چې مونږ پرې مشوره کړې وه نو د شگفتې د ورکولو ژمنه مو ورسره وکړه،دهلک خور مونږ ته اويل ،زما ورور درې مياشتې وروسته د دريو مياشتو رخصتي لپاره راځي نو په همدى موده ورته واده وکوو، د کوژدنې نه به تير شو ، ستاسو څه نظر دى؟ مونږ هم ورته هو وکړه،ځکه په دريو مياشتو کې ايله مونږ د واده لپاره يو څه تيارې نيولې واې.
شگفتې هم د خوشحالې احساس کاوه ځکه چې د يو داسې شخص د ژوند ملگرې کيږي چې په خارج کې ژوند کوي ،او شگفته هم له ځانه سره خارج ته وړي .
دا درې ميياشتې ډير زر تيرى شوى دوه ورځې پاتې وې چې هلک له خارجه راشي.
د هلک خور بيا راغله چې مونږ به واده په ټاکلي ورځ وکړو او هلک هم په همهغه ورځ راځي ،مونږ څه کړى واې ورځ ټاکل شوې وو.
د واده ورځ راورسيده ، هرې خواته خوشحالې خورې وې ، ډير ميلمانه راغلي و، يو وخت شور ماشور شو چې هلک راغې ، مونږ ټول په منډه منډه ورغلو چې هلک وگورو، د هلک په کتلو سره مې دا زړه داسې راوغورځيده لکه چې يو کس د لسم منزل نه لاندې وغورځي، ځاى په ځاى کيناستم او له ځان سره مې وويل شگفتې ژوند دى تباه شو، دا خو هلک نه يو سپين گيرې بابا دى .
شگفتې د بام له سره د ټولو خلکو ننداره کوله پويه شوه چې همدا بابا همغه هلک دى ،زړه مې په ځاى شوې نه وو چې چغې شوى ، منډه مې کړه گورم چې په پخلنځاى کې شگفتې د خپل لاس رگونه په چاړه غوڅ کړى وه ،په ډيره چټکتيا سره مې روغتون ته ورسوله خو د ژوند ډيوه يې مړه وه

Comments