په پنجشیر ولایت کې افغان ځواکونو ۱۲ تنه وسلوال طالبان وژلي

comments 0

هندوکش ـ پنچشېر: د پنجشیر ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د یاد ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه ډزو کې ۱۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۳ تنه یې ژوندي نیولي دي.
ځايی چارواکي زیاتوي، چې طالبانو جګړې ته زور ورکړی او هره ورځ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې بریدونه او چاودنې ترسره کوي او بې ګناه انسانان شهیدانوي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکي وايي، طالبانو ته به هیڅکله په پنچشیر ولایت کې د ترهګریزو فعالیتونو اجازه ورنه کړي.
دوی همدا راز د جګړې له لوریو څخه غوښتي دي، چې نور تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدئ.
عبید رداپور

Comments