په پلازمینه کې ۶۵ سلنه اوبه ککړې دي

comments 0

هندوکش – کابل: د چاپېریال ساتنې ادارې مسولین وایي :په پلازمینه کې ۶۵ سلنه اوبه ککړې او د استفادې وړندي. د مسولانو په وینا د کابل اوبه په بېلابېلو باکتریاوو او کیمیاوي موادو ککړې دي او د استفادې وړ نډي، د استفادې په صورت کې به د بېلابېلو ناروغیو سبب کيږي.
ددې ادارې په وینا که دا روال په همدې توګه دوام وکړي د کابل اوسیدونکي به د اوبو د کمښت له جدي ستونزو سره مخامخ شي. ښاغلی محمد کاظم همایون د چاپېریال ساتنې ادارې د پلان ریس تاکید کوي حکومت باید په دې اړه اقدام بېړنی وکړي ، دیادونې وړ ده د کابل ګڼ نفوس او د اداراتو تر منځ د نه هماهنګۍ شتون د دې ستونزې لوی لامل دئ.
د شمېرو له مخلې اوس مهال په کابل کې تر پنځه میلیونه وګړي ژوند کوي مګر د کانالیزاسیون سیستم نه شتون د کابل ښاریانو ژوند ګواښي دا په داسې حال کې ده چې د کابل اوبو رسونې ریاست وایي یوازې ۵۵ زرو کورنیو ته په کابل کې صحي اوبه رسوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply