په پروان کې د ناټو غوڅ ملاتر ځواکونو ۳ عسکر وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د یادو ځواکونو درې کسان وژل شوې او ځیني ټپیان دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وایي چې نن د اګست په پنځمه (د زمري ۱۴مه) د افغانستان په ختیځ کې د دوی عسکر د ګزمې پر مهال د موټر بم برید ښکار شوي دي.
غوڅ ملاتړ ماموریت په خبر کې زیاته کړې چې د دې برید په پایله کې د دوی اړوند درې بهرني سرتېري وژل شوي او د یوه امریکايي سرتېري په ګډون دوه نور افغان عسکر ټپیان شوي دي.
عبیدا رادپور

Comments